د نشه يي توکو ناخوالې تمثیلوو او عامه پوهاوی زیاتوو- یو ممثل 

Your browser doesn’t support HTML5

د سلیمان راحل په نوم د ډارمو او تیاتر یو ممثل وايي، چې د ټولنې ناخوالې په تیره بیا د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ویډیوګانې جوړوي او د خپلو تمثیلي ټوټو له لارې په عامو خلکو کې پوهاوی رامنځته کوي. 

د سلیمان راحل په نوم د ډارمو او تیاتر یو ممثل وايي، چې د ټولنې ناخوالې په تیره بیا د نشه يي توکو د زیانونو په اړه ویډیوګانې جوړوي او د خپلو تمثیلي ټوټو له لارې په عامو خلکو کې پوهاوی رامنځته کوي.

ممثل سلېمان راحل چې له تیرو څلورو کلونو راهیسې په بیلابیلو اړخونو یې تمثیلي ټوټې جوړې کړي دي او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپرې کړي دي.

دغه ممثل وايي، چې نشه يي توکي د هغه د سوژو مهمه برخه ده.

راحل وویل:”د نشه یي توکو په برخه کې تاسې په دې (کابل) ښار کې وګورئ، بلکې په ټولو ښارونو کې د افغانستان په هر ګوټ کې حتی ډېر واړه ماشومان او ځوانان په ډېرو بدلاریو او بد اخلاقیو ته سوق کېږي چې هغوی په خپل راتلونکي باندې نه پوهېږي. نالوستي زیاته ده. دعامه پوهاوي په برخه کې زیات کار نه دی شوی“.

خو دا ممثل وايي، چې که څه هم په اوسنیو شرایطو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی او نشي کولای په اسانه د حکومت او ټولنیزو ستونزو په تیره بیا په نشه يي توکو سوژې جوړې کړي.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته که څه هم د نړیوالو مرستو کمي د معتادینو د درملنې ظرفیت را ټیټ کړی بلکې د نشه يي توکو د اضرارو په تړاوو یې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم راکم کړي دي او اوس د ښارونو په مختلفو واټونو د عامه پوهاوي اعلانونه کم لیدل کیږي.