د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د معتادینو درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي توکي چمتو کوو


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د دغه سازمان له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې له ادارې (UNOCD) سره د یو تړون د لاسلیک کولو خبر ورکړی چې پر اساس به یې ټاکل شوې په افغانستان د معتادینو درملنې ۱۷ مرکزونو ته درمل او طبي توکي چمتو شي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ سپټمبر ۲۱ (وږې ۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دغه تړون له مخې به ټاکل شوې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د دغه سازمان له نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې اداره په ګډه په افغانستان کې د معتادینو د درملنې ۱۷ مرکزونو ته درملو او طبي تجهیزاتو کولو مالي ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان په شمالي، لوېدیځ، ختیځ او مرکز کې د معتادینو درملنې لپاره د ۹۳۰۰ بسترونو چمتو کولو باندې څه کم دوه میلیون ډالر لګښت راځي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر عبدالله الدرداري ویلي چې دغه هیواد هم د تریاکو په ګډون د نشه يي توکو د لویو تولیدنکو هیوادونو څخه شمېرل کیږي او په تېرو کلونو کې په زرګونه افغانان د هغوی د کورنیو په ګډون په نشه يي توکو اخته شوي دي.

ښاغلي الدرداري زیاته کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ژمن دی چې له دغه هیواد سره د متعادینو درملنې برخه کې مرسته وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې وه چې د افغانستان پر ۲۲۰زره هکتاره ځمکه چې د افغانستان ۱۰ سلنه زراعتي ځمکه تشکیلوي، کوکنار کرل شوي دي.

یاد پروګرام د دې ترڅنګ پدې وروستیو کې په افغانستان کې په نشه يي توکو روږدو کسانو شمېر څلور میلیون کسان ښودلی و چې یو نیم میلیون یې ښځې او ماشومان تشکیلوي.

په افغانستان کې له نشه يي توکو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو سازمان ادارې مشر انوبها سوود په دغه هیواد کې د معتادینو درملنې په برخه کې د ملګرو ملتونو د یادو ادارو ترمنځ رامنځته شوی پروګرام مهم بللی دی او ویلي یې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته، دغه مرکزونه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو سازمان دغه ګډې هڅې به، به له یوې ژورې مسلې سره چې نارینه، ښځې او ځوانان یې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي، فعال شي."

دا په داسې حال کې په افغانستان کې د تیر پخواني حکومت پر مهال په دغه هیواد کې د معتادینو د درملنې لپاره ۸۰ مرکزونه فعالیت کاوه چې د طالب چارواکو په وینا له یادو مرکزونو څخه ۵۰ سلنه یې د مالي امکاناتو د نشتوالي له امله بند شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د نشه يي توکو او جرمنو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې پر ۱۷۷زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و چې له یادو تریاکو څخه ۶۵۰ ټنه هیروین لاسته راغلي دي.په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې د هیروینو د تولید کچه ۵۹۰ ټنه و.

د یاد بنسټ په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید ارزښت له ۱.۸ څخه د ۲.۷ میلیون ډالرو ترمنځ و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازاده په افغانستان کې د تریاکو پر کښت بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG