په کندهار کې دا مهال د انګورو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی، یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال وچکالۍ د دوی د انګورو په حاصلاتو بد تاثیر کړی دی او ترڅنګ یې نه د طالبانو حکومت او نه هم مؤسساتو ورسره مرسته کړې ده.
د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ چې یو مهال د تریاکو د کښت په سیمې مشهوره وه دا مهال پکې په زیاته اندازه د انګورو نوي باغونه جوړ شوي دي.
ددې ولسوالۍ د سنځري د سیمي د انګورو کروندګر حبیب الله وایې چې وچکالۍ او سوځنډه لمر یې انګور لمنځه وړي.
هغه وویل: "د کښت اوبه نشته ژورې څاګانې مو اوبه وچې کړي. د اسمان مخ ګرد نیولی شمسي هنداري کار نکوي او یو لېتر تېل په ۳۴۰ کلداری رانیسو دا د بزګرانو له توان څخه وتلی زیان دی نه مرستندویه ادارې سته چي مرسته را سره وکړي او نه هم حکومت راسره مرسته کړې".
دغه کروندګر چې اوس یې د خپلو انګورو حاصلات راټول کړي وايي، په زرګونو کسان د انګورو په راټولولو بوخت وي. دی د مرستو غوښتنه کوي ترڅو دا کار په کروندګرو او کاریګرو ونه دریږي.
د کوکنارو اکثره بزګران وايي، د کوکنارو د کښت یو عمده لامل ټیټ اقتصاد او د نباتي ناروغیو تر څنګ د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب مارکېټ نشتوالی دی.