راپور: 'د تېر یو کال راپدېخوا افغانې نجونې منزوي، وږې او غمګینې دي'

د ماشومانو د ساتنې دفتر د نوي راپور په اساس پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د یو کال په تېرېدو سره، اقتصادي بحران، سختې وچکالۍ او یو شمېر نورو محدودیتونو د نجونو ژوند له منځه وړی او هغوی یې له ټولنې بیلې کړي او په لوږه کې یې پريښي دي.

د دغه راپور په اساس پر افغانستان د طالبانو تر یو کلن حاکمیت وروسته ۹۷ سلنه کورنۍ د خپلو اولادونو لپاره د کافي غذا پیدا کولو په هڅه کې دي او په خبره یې نجونې تر هلکانو کم خواړه خوري.

په راپور کې راغلي: "تقریباً۸۰ سلنه هلکانو ویلي چې ۳۰ ورځې وږي ویده شوي، نجونې تقریباً د هلکانو دوه برابره وږې ویدې شوي."

په یاد راپور کې ټینګار شوی دی چې لوږه پر ماشومانو ناوړه اغېز کوي او هغوی ځوروي.

د یادې څېړنې له مخې له هرو لسو نجونو نهو یې ورته ویلي چې په تیر کال کې د خوړو ژمنې کمې شوي او په خبره اندېښمنې دې ځکه وزن یې ورځ تر بلې کمیږي او د مطالعې، لوبو او کار لپاره انرژۍ ته اړتیا لري.

د ماشومانو د ساتنې دفتر ویلي: "دغه بحران د نجونو پر رواني حالت او سلامتیا باندې ناوړه اغیزې پرېباسي،د نجونو له دوستانو سره د مرکو په اساس نسبت هلکانو ته ۲۶ سلنه نجونې افسردګي کې دي او همدارنګه ۲۷ سلنه نجونې له اضطراب سره مخامخ دي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د شاوخوا یو کال راپدېخوا تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ بند دي او ګڼې نجونو زده کړو ته لاس رسئ نلري.

هغه نجونې چې د ماشومانو د ساتنې له دفتر سره یې مرکې کړي دي، له دې امله چې ښوونځيو ته نشي تلای ناهیلې شوي دي. دغو نجونو ویلي چې د خپل راتلونکي په اړه هم نا امیده شوي دي، ځکه هغه حقوق او ازادي چې یې مخکې لرل اوس یې نلري.

دا په داسې حال کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت ورسته د نجونو لېسه او متوسطه ښوونځي د نجونو پر مخ بندي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د یادو ښوونځيو د بیرته خلاصولو په اړه د دوی هڅې روانې دې، خو تر دا مهاله یې پایلې نه دي لیدل شوي.

روانه اونۍ د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځيو له پرانیستلو سره هیڅ مخالفت نلري : "د لیري پرتو سیمو اوسېدونکو د نجونو له تعلیم سره مخالفت نلري، بلکې له کورونو څخه د نجونو له وتلو سره حساسیت لري، د افغانانو کلتور په دې برخه کې ډير حساس دی."

پر همدې مهال په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د دفتر مشر کریس نیامندي وایي په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ژوند سخت شوی دی. هغه ویلي یو کال کیږي چې طالبانو پر افغانستان حاکمیت ټینګ کړی ماشومان وږې بیده کیږي او په خبره یې د خستګۍ احساس کوي او د تیر په شان لوبې او مطالعه نشي کولای.

هغه ویلي چې افغان ماشومان د درس پر ځای د خښتو بټیو کې کار کوي او یا هم ورځ پر ډېرانونو تیروي.

نوموړي زیاته کړې: "نجونې د روان وضعیت څخه زیات رنج تحمل کوي. هغوی د خوړو په اړه زیاتې ژمنې له لاسه ورکوي. هغوی له انزوا څخه ځوریږي او دا چې هلکان ښوونځيو ته څي او هغوی په کورونو کې پاتې کیږي دا یو انساني بحران دی او همدارنګه د ماشومانو د حقوقو فاجعه هم ده."