پداسې حال کې چې د افغانستان په سویلي ولایتونو په تیره بیا په کندهار کې د هندواڼو حاصلات مارکیټ ته وتي دي خو یو شمیر سوداګر یې وايي، چې سږ کال د وچکالۍ له امله د هندواڼو حاصلات کم دي.
د کندهار د تازه مېوو مارکېټ ته د پلور لپاره هندواڼې چې د کندهار په ګډون د هلمند او نورو سیمو څخه راوړل شوي دي، سوداګر یې وايي، چې له تېري اونی راهیسې د جنوبي ولایتونو هندوانې مارکېټ ته رسیدلي چې او اخیستونکي هم لري.
په کندهار کې د تازه میوو سوداګر لالا جان وايي، دا چې سږ کال په وطن کې بارانونه کم شوي نو د کندهار رسیدلې هندواڼې هم په کمه سطحه کې دي.
لالا جان وایي:”وچکالي ده. بې وزلي ده. بارانونه ندي شوي. د ځمکې د شکم اوبه نو ښکته شوې. مخکې څلور انچه کولې هغه اوس دوه اینچه کوي. دهقانانو مو هم خواري دي. ځمکه والا مو هم خوار دي. اوس چې کوم حصول رسیدلی هغه په کمه سطحه دی“.
د هندواڼو دا سوداګر وايي، چې بزګرانو د هندواڼو په کروندو زیات لګښت کړی او حتی یوه هندواڼه ورته په شپیته افغانۍ تمامیږي
هغه وویل د یوې هندواڼې بیه تر یو سلو شلو افغانیو لوړه خیژي چې بیا د اخیستلو توان نه وي.
د جنوب بیلا بیلي سیمي پراخي زراعتي ځمکي لري چې د اوبو نشتون یې تل لویه ستونزه یاده شوې.
یو شمېر ځمکه وال وایې چې د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره اړ وي چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي خو که یې د زراعتي اوبو د منابعو جوړیدو او د زراعتي محصولاتو بازار ښه کیدو ته پام وشي نو ممکن د نشه یې توکو د کښت ته کرونده ګر زړه ښه نه کړي.