پوتین د روسیې د جنګي ازمایل شویو وسلو د صادرولو هڅه کوي 

د روسیې ولسمشر پوتین هڅه کوي روسۍ وسلې په نورو هېوادونو وپلوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن دوشنبه اګست ۱۵ (زمری ۲۴) خپلو بهرنیو متحدینو ته په جګړې کې د خپل هېواد ازمایلو شویو وسلو په اړه تبلیغ وکړ.

ښاغلي پوتین له مسکو څخه د باندې د یو پوځي فورم د پرانیستلو په مراسمو کې وویل: «موږ چمتو یو چې خپلو متحدینو او شریکانو ته ترټولو عصري وسلې ورکړو، چې د کوچنیو وسلو څخه نیولې تر زرهي موټرو، توپخانو، جني الوتکو او له چلوونکو پرته هوايي وسائیلو پورې په کې شامل دي.»

نوموړي ویلي دي چې پوځي کارپوهانو د روسې وسلې د « قابلیت، کیفیت او تر ټولو مهمه د عالي اغیز لرلو له کبله» ستایلې دي.

د ښاغلي پوتین دا خبرې په تلویزون کې هم خپرې شوې. هغه زیاته کړه: «دا وسلې له یو ځل څخه زیاتې د جګړې په ډګر کې ازمایل شوي دي.» هغه ونه ویل چې دا وسلې یې په کومو جګړو کې ازمایل شوي‌ او کارول شوي دي.

په داسې حال کې چې روسیه په اوکراین باندې د یرغل له کبله په نړیواله کچه له انزوا سره مخامخ ده، ښاغلي پوتین خپل «ډېر» متحدین وستایل.

امریکا او ناټو په اوکراین د یرغل له کبله په روسیې کلک بندیزونه لګولي او له همدې کبله مسکو په افریقا، اسیا او لاتینه امریکا کې د نوي مارکیټ او ایتلافیانو په لټه دی.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه خوښ دی چې په بېلابېلو لویو وچو کې « خپل همفکره متحدین» لري، خو د کوم هېواد یا دولت نوم یې وانخیست.

د ستاکهولم د سولې د تحقیق نړیوال انستیتوت وايي چې له امریکا څخه وروسته روسیه په نړۍ کې د وسلو دویم لوی صادروونکی هېواد دی خو د دغه انستیتوت د معلوماتو په اساس په وروستیو کلونو کې یې صادرات کم شوي دي.

په همدې حال کې د «روستیک» په نامه د دولتي دفاعي شرکت مشر سرګی چیمیزوف ویلي دي چې د روسیې د وسلو صادرات په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله کم شوي نه دي.

هغه وویل: «موږ سږکال له خپلو پیردونکو سره د څه باندې یو تریلیون (۱۶ میلیار ډالر) قرارداد لاسلیک کړی دی. دا ارقام د تېرو لسو کلونو له ځینو ارقامو څخه زیات دي.»