په کندهار کې د نشه يي توکو یو معتاد وايي، چې د نشه يي موادو د اخیستلو لپاره یې د کور هرڅه پلورلي او حتی د بچو د نفقې لپاره یې هم څه ندي پریښي.
په نشه يي موادو دغه روږدی چې نورجان نومیږي او د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی وايي، دده د اعتیاد له امله ټوله کورنۍ یې ورسره په تکلیف کې ده.
نورجان زیاتوي: د کور هر شی چې د پلورلو وي ما خرڅ کړی ټوله کورنی را سره په تکلیف ده او زما له وجې زیاتي ستونزي ګالي هیله مي دا ده چې درملنه مي وشي په خپل ژوند کې سخت له ستونزو سره مخامخ یم.
نورجان وايي، لومړی یې تاریاک څښل او بیا وروسته یې هیروینو ته مخه کړه.
هغه وویل:”دوولس کاله مخکې مي د ملګرو سره تریاک څکول شروع کړه وروسته په هیروینو روږدی شوم چې اوس مې ژوند ډير له کړاونو څخه ډک دی د عاید هیڅ منبع نلرم کار نشته او زما ټوله هڅه د نشې پر پیدا کولو وي“.
په نشه اخته زیاتره معتادین وایې چې نشه یې توکو ته اسانه لاس رسی او په سیمه کې یې د کوکنارو کښت په نشه د روږدي کیدو اساسي لامل وو خو اوس هیله لري چې درملنه یې وشي.
زیاتره هغه کورنۍ چې د کور کوم غړی یې په نشو اخته وي وايي، د کورنۍ د یوه معتاد غړي په وجه یې ټولنیز حیثیت ته هم زیان رسیدلي او تر څنګ یې په کورني چاپيریال کې هم ګڼي ستونزي ګالي.
دوی د معتادینو د درملنې لپاره د مناسبو طبي امکاناتو د برابرولو غوښتنه لري.