په کندهار کې د مالوچو کردوندو ګل کړی او کروندګر یې ښې ګټې ته په تمه دي 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د مالوچو یو شمیر کروندګر وايي، سږ کال د ښو حاصلاتو تمه لري او د دوی په وينا د تیرې یوې نیمې میاشتې د کرلې پنبې کښت یې اوس ګل ته رسیدلی دی. 

په کندهار کې د مالوچو یو شمیر کروندګر وايي، سږ کال د ښو حاصلاتو تمه لري او د دوی په وينا د تیرې یوې نیمې میاشتې د کرلې پنبې کښت یې اوس ګل ته رسیدلی دی.

د کندهار او هلمند مالوچ د کیفیت له پلوه ځانګړی شهرت لري چې د کورني مارکېټ تر څنګ بهر ته هم صادریږي.

د مالوچو له کښت څخه د پنبه دانې غوړي او د څارویو د خوراک لپاره کنجاړه هم تولیدیږي.

د کندهار کروندګر وایې چې پنبه، د پنبه دانې غوړي او کنجاړه په جلا جلا بیه پلورل کیږي چې ښه ګټه ورڅخه ترلاسه کوي.

د مالوچو د کښت کروندګر ثناء الله د ډنډ په ولسوالی کې پر ۱۵ جریبه ځمکه یاد کښت کړی چې حاصل را ټولولو ته یې څو د ګوتو په شمېر ورځي پاته دي.

ثناء الله وویل: ”تر راتلونکو ۳ اونیو پوري یې د حاصل راټولول پيلیږي یوه نیمه میاشت مخکې مو دا کښت کړی پنبه په صنعتي پارک کې هم پروسس کیږي او بهر ته هم صادریږي. کښت یې تر پخوا زموږ په سیمه کې ځکه زیات شوی چې ښه عواید لري او موږ پر خپله ۱۵ جریبه ځمکه ټول د پنبې کښت کړی“.

که څه هم د پنبې کښت په کندهار کې له پخوا څخه کیږي خو سږکال یې د ښه عوایدو په وجه کښت زیات شوی.

ځمکه وال وایې چې دوی د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ګټور کښت په لټه کې دي خو زیاتره وخت یې حاصلات بازار نلري ځکه خو ځيني کرونده ګر د نشه یې توکو کښت ته مخه کوي.