تاریاک بند شول او نور کښتونه ګټه نه کوي – د هلمند کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په هلمند کې یو شمیر کروندګر چې د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرلو له بندیز وروسته یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې له تاریاکو پرته نور کښتونه نه یوازې چې ګټه نه کوي بلکې د وچکالۍ له امله حاصل ته هم سم نه رسیږي. 

په هلمند کې یو شمیر کروندګر چې د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرلو له بندیز وروسته یې نورو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې له تاریاکو پرته نور کښتونه نه یوازې چې ګټه نه کوي بلکې د وچکالۍ له امله حاصل ته هم سم نه رسیږي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي د سیمې کروندګر محمد انور چې پخوا یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرل اوس وايي، چې د کوکنارو له کرلو یې ډډه کړې ده خو د جوارو په کښت کې چې ده تازه کړی دی ګټه نه کوي او د ژوند ګوزاره یې ورسره روانه نده.

محمد انور وویل چې د وچکالۍ له امله فکر نه کوي کرل شوي جوار یې ګټه وکړي.

هغه وویل:”د جوارو تخم امریکایي دی. تاریاک بند سول. تاریاک کښتونه نسته. نو دغه جوارو ته مونږ ولاړ یو. دغه مو کښت او کرونده ده. دغه مو خواري ده. هغه اوبو د نیستۍ څخه راڅخه وچ دي. اوبه نه لرو“.

نه یوازې محمد انور بلکې د هلمند په مختلفو سیمو کې کروندګر د اوبو له نشتوالي سرټکوي او وايي، چې د څاه ګانو اوبه هم مخ په کمیدو دي.

په هلمند کې د کرهڼې مسؤلین وايي، چې پدې وروستیو کې د جوارو کښت زیات شوی او کروندګر جوار په کورني مارکیټ کې پلوري.

په سویل کې د کرهڼې یو شمیر ماهرین وايي، چې سویلي ولایتونو په مختلفو سیمو کې تر لس زیات کوچني اقلیمي شرایط کرهڼې ته برابر دي.

وروسته له هغه چې د اپریل په میاشت کې د طالبانو مشر ملا هیبة الله د کوکنارو په کر بندیز ولګوه په هلمند کې د مني کوکنار چې معمولا ډیر به کرل کیدل اوس هغومره نه ښکاري خو کروندګر یې د بدیلونو غوښتنه کوي، هغه بدیلونه چې د طالبانو حکومت یې ورکولو ته لا هم پروګرامونه ندي ډاګیز کړي.