د ښځو د حقونو فعالان د یوناما نوې مشرې ته: یو اړخیز عمل مکوئ 

د یوناما نوې مشره

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د کار له پیل سره سم د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له هغه څخه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه واقعیتونه او حقایق د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي او نړۍ ورسوي.

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې روزا اتنبایووا به د دیبرا لاینز ځای ناستې شي چې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت مخې ته یوسي.

د سولې او بشري حقونو فعالې فرح مصطفوي امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې باید تر هرڅه مخکې د بشري حقونو په چارو کې متخصصه وي چې اړوندو مسائیلو ته په ناپیيلي ډول د حل لار ولټوي.

نوموړې وویل: «د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د افغان ښځو لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا یوناما په خپل پخواني موقعیت کې ده که نه؟ دا ډله [یوناما] نباید د واکمنې ډلې د دسیسو او امرونو په اساس کار وکړي او د افغانستان د رښتیني‌ واقعیت د انتقال لپاره دې خپله بېطرفي وساتي. وروستۍ هیله مو دا ده چې دوی دې رښتیا وویلای شي، رښتیني واوسي او د افغانستان حالت هماغسې چې دی نړۍ ته ورسوي.»

نوموړې وویل ملګرو ملتونو ځکه د افغانستان لپاره خپله استازې د منځنۍ اسیا څخه ګمارلې ده چې له افغانستان سره سرحد لري او د ځینو قومونو د ژوند او فرهنګ په اړه معلومات لري، خو په خبره یې د افغانستان مسئله عمومي ده.

د افغان ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په جدي، ننګوونکيو او اندېښمنوونکيو شرایطو کې ګمارل شوې ده.

هغې وویل چې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته، چې یوې دایمي سولې ته ورسېږي، د ملګرو ملتونو اساسي ماموریت دی، خو په خبره یې اوس په افغانستان کې قانوني دولت او هر اړخیز جوړښت نشته او همدغه کار به د میرمن اتنبایووا ماموریت پیچلی او سخت کوي.

هغې وویل: «یوناما دې لومړی د یو همه شمول تشکیل لپاره، چې ټولو ته مشروعیت ولري، کار وکړي او بیا دې د دغه تشکیل په چوکاټ کې د بشري‌ حقونو ارزښتونو او افغان ښځو د ملاتړ لپاره، چې په افغانستان کې د شرموونکي بهیر [طالبان] اصلي قربانیان دي، لا ډېره پاملرنه وکړي.»

میرمن مبارز وویل چې دا مهال افغان ښځو خپل اساسي بشري حقونه له لاسه ورکړي او له همدې کبله باید د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لا جدي پام وکړي.

د ښځو د حقونو د دغو مبارزینو په وینا که یوناما ناپييلي عمل وکړي، د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار کولای شي، خو که دا ماموریت د هېوادونو له ګټو سره تړلی وي، د روزا اتنبایووا د ماموریت څخه به ډېرې هیلې نه وي.

بلې فعالې ذکیه زهات امریکا غږ ته وویل چې دوی د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه ښه تجربه نه لري ځکه چې د دې په وینا د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی کار او فعالیت د شعار تر کچې وو.

ملګري ملتونه داسې مهال میرمن اتنبایووا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ګماري چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې څنګ ته کړل شوي او کار، سیاسي فعالیت او زده کړو څخه بې برخې شوي او ډېر کلک محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي.