د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي کې یوه ښځه د ټولنیزو رسنیو د لیکنو له کبله په ۴۵ کالونو بند محکومه شوه 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو د دفاع یوه ټولنه وايي چې حکومت یوه ښځه په ټولنیزو رسنیو کې د پوستونو او لیکنو له کبله په ۴۵ کالونو بند محکومه کړې ده.

دغه ښځه نوره بن سعید القحطاني نومېږي او په واشنګټن کې د «ډان» په نامه یوې ادارې د اعلامیې له مخې تېره اوونۍ د سعودي د جرمونو ځانګړې محکمې «د ټولنیزو رسنیو د کارولو، ټولنیز جوړښت او عامه نظم د ګډوډولو په تور» محکومه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د سعودي حکومت د مطبوعاتو څانګې په دې اړه ځواب نه دی ورکړی. د ډان اداره وايي چې د میرمن قحطاني په اړه لږ معلومات شته او دوی دا قضیه پلټي.

تر دې مخکې یوه بله سعودۍ، چې د دوو اولادونو مور ده، د تبعید شویو سعودي اتباعو د ټویټونو د شریک کولو او په ټویټر کې د هغوی د تعقیب کولو له کبله په ۳۵ کالونو بند محکومه شوه. دا ښځه سلما الشهاب نومېږي چې د لندن د لیډز په پوهنتون کې د دوکتورا کاندیده وه.

دا خبرونه داسې مهال مخې ته راځي چې د جولاۍ په میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ریاض کې له شهزاده محمد بن سلمان سره په ملاقات کې وویل چې بشري حقونه د امریکا او سعودي ترمنځ یو دردوونکی ټکی دی. واشنګټن وايي چې د میرمن شهاب په اړه یې د پرېکړې له کبله «ژوره خواشینې څرګنده کړې» ده چې په کې ۳۴ کاله د سفر بندیز هم شامل دی.

دا پېښې دا ښکاره کوي چې په سعودي کې د ښځو ازادي محدوده ده سره له دې چې شهزاده سلمان د ښځو د حقونو په برخه کې ځینې اقدامات کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د سیاسي بندیانو کورنیو هیله لرله چې ښاغلی بایډن به سعودي ته په خپل سفر کې د هغوی د عزیزانو خلاصون ته لاره هواره کړي.

د ډان په ادارې کې د خلیج د برخې د تحقیق د برخې مشر عبدالله العوده وویل چې د سعودي چارواکي د هغوو سعودي اتباعو په ضد چې په ټویټر کې په حکومت انتقاد کوي، «سپکوونکي» قوانین پلي کوي.

هغه وویل چې د قضیې بل اړخ دا دی که شهزاد سلمان پوه شي چې دا ډول اقدامات او سزاوې د ملګرو ملتونو او لویدیځ له قوي غبرګون سره مخامخېږي، بیا یې اجازه نه ورکوي. د سعودي عربستان حکومت وايي چې دوی هېڅ سیاسي بندي نلري.

په سعودي عربستان کې د ښځو او بشري حقونو مسئلې او په ۲۰۱۸ کې په ترکیې کې د سعودي په کونسلګرۍ کې د خبریال قاشقچې د وژلو قضیې د واشنګټن او ریاض اړیکې خرابې کړې دي.

XS
SM
MD
LG