طالبانو تاریاک بند کړي او نورو کښتونو مرض کړی دی – د کندهار کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر هغه پخواني کروندګر چې د طالبانو له فرمان وروسته یې د کوکنارو کر پریښی او اوس یې په خپلو ځمکو کې پالیزونه کرلي دي وايي، چې د اوبو د کمښت له امله یې حاصلاتو مرض کړی او د ښه حاصل تمه نه لري. 

دغه کروندګر وايي، چې د طالبانو حکومت پرې د تاریاکو کر بند کړ خو هیڅ بدیل ورته ندی ورکړی شوی چې خپل ژوند په مخ بوځي.

د دامان ولسوالی د اعظم کلا د سیمي کرونده ګر وایې چې د نشه یې توکو زیاتره پخوانیو کردونده ګرو د پالېزونو کښت کړی خو وچکالی لوی زیاونه ور اړولي.

ددې سیمې یو کروندګر عبدالنافع وویل:”اوبهمو د وچکالی له امله د ځمکي له سطحي څخه ډيري‌ کښته شوي دا خټکي‌ تاسي وینی چې د ګرمی او تندي لمنځه یو وړل ټول پالېز مو وچ شو په لږ اندازه خام خټکي چې لا پاخه شوي‌ نه وو موږ ورڅخه مارکېټ ته یو وړل چې حتی د شوي لګښت یو پر دریمه برخه مصرف یې هم جوړ نکړی“.

د کندهار په دامان، ډنډ او ځينو نورو سیمو کې پالېزونه کرل کیږي خو د کدني د سیمي خټکي په مارکېټ کې ځانګړی نوم لري.

خو کروندګر یې وایې چې د اوبو د منابعو له کموالي سره مخ دي ځکه خو ځينی ځمکه وال هغه کښت ته لومړیتوب ور کوي چې لږ اوبه غواړي او ژر ګټه ورڅخه ترلاسه کوي.