په کندهار کې د تاریاکو یو شمیر هغه پخواني کروندګر چې د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرکیلې له بندیز وروسته یې د سبزیو کرلو ته مخه کړې ده وايي، چې اوس له سبزیو مناسبه ګټه ترلاسه کوي خو وچکالي یې په وړاندې لوی خنډ دی. دوی وايي، چې سبزي په لنډ وخت کې حاصل ته رسیږي او ګټه یې هم اوس ښه ده.
دوی وايي، پدې برخه کې شنه مرچ چې د سبزیو د سیمه ایز مارکیټ لویه غوښتنه ده تر ډیره دوی دا اړتیا اوس له خپلو پټیو څخه پوره کوي.
اکرام الله چې پخوا به یې په خپله ځمکه کې د تاریاکو کښت کیدی اوس پرې د شنو مرچو فصل ولاړ دی. هغه وايي، په خپله یو وخت د کوکنارو نیښ به یې واهه او په پټیو کې به یې کار کوه، خو له هغه راهیسې چې بند شوي اوس د شنو مرچو کرلو او پکې کار کولو ته یې مخه کړې ده.
هغه وویل:”دا کښت لږې ځمکې او لږو اوبو ته اړتیا لري. په پنځلس ورځو کې یې حاصل ورڅخه راټولوو. په لوړه اندازه د مارکیټ اړتیا پوره کوي“.
هغه وویل د ورځې تر یو نیم زر افغانیو ګټه اخلي.
که څه هم په تېر کې د سبزیو د مارکېټ لوړه اړتیا د ګاونډیو هیوادونو څخه پوره کېده خو اوس د نویو تجربو په پایله کې ځمکه وال د سبزیو له بیلا بیلو کښتونو سره بلد شوي او حاصلات یې د مارکېټ اړتیاوي پوره کوي