سیلابونو مو انګور له منځه یووړل، اوس هیڅ نه لرو – د کندهار کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، چې سږ کال سیلابونو او بې وخته بارانونو د دوی د انګورو فصلونه له منځه وړي او اوس هیڅ نه لري چې د سږ کال د خپلې کورنۍ نفقې پرې پوره کړي.  

په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، چې سږ کال سیلابونو او بې وخته بارانونو د دوی د انګورو فصلونه له منځه وړي او اوس هیڅ نه لري چې د سږ کال د خپلې کورنۍ نفقې پرې پوره کړي.

د انګورو دا باغ لرونکي دا هم وايي، چې دوی پخوا تاریاک کرل او اوس لا د تاریاکو کر ته ارمان کوي.

دا مهال چې په کندهار کې باغ لرونکي هڅه کوي د باران په اوبو له زیانمن شویو انګورو تور ممیز یا وڅکي جوړ کړي. دا کار په عنعنوي شکل په ډاګونو کې انګور لمر ته ږدي چې تر وچیدو وروسته یې راټولوي.

د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکی سیدولي چې د انګورو باغ یې سږ کال بارانونو او سیلابونو وهلی وايي، چې تور ممیز مغز نه لري او له همدې امله په ټيټه بیه پلورل کیږي.

هغه وویل: ”سیلابونو سخت زیان را رسولی دی. ټول فصلونه یې را خراب کړه. مخکې یو شمیر کروندګرو تریاک وکرل موږ یې د نه کښت پریکړه وکړه اوس د تاریاک په ارمان یو. مونږ وایو چې تریاکو مونږ هم کرلي وای هغه پیسې خو به یې نغدې وې“.

سږکال د افغانستان د نورو ولایتونو تر څنګ د کندهار په ګډون د جنوب د بیلا بیلو ولایتونو کرهڼه سیلابي بارانونو سخته ځپلې او زیاتره حاصلاتو ته یې لوړ مالي زیانونه رسولي