د باباجان په نوم په نشه يي موادو یو روږدی چې اوس په ننګرهار کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یې درملنه کیږي وایي چې د نشو له کبله یې بچي محتاج شول او نور له نشه يي موادو توبه وباسي.
باباجان چې د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، چې شاوخوا لس کاله يې تر ټولو غټه نشه هیروین وکارول او شیشه څکوله خو له تیرو څو اوونیو راهیسې د ننګرهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې دی او اوس رغېدلی دی.
هغه وویل:" له نشو دې زما توبه وي. زما د دښمن دې هم توبه شي. کومې پېسې مې چې په نشو مصرفې کړي دي اوس به په خپلو مور او پلار باندې مصرفوم. زامنو ته به جامې واخلم، پلار ته به یو جوړه ښه لوکسې جامې وکړم، پېسې به جمع کړم حج ته به يې ولېږم."
وايي واده یې کړی او څلور اولادونه لري.
د نوموړي په خبره، چې خپله د کلي د ملا امام په مشوره د ننګرهار د معتادینو درملنې تر روغتون راغی.
هغه وايي، لومړی يې له پلار سره په دهقانۍ کې مرسته کوله، خو د څنګ ملګري يې په نشه يې توکو روږدي وو او ددغو ملګرو په ذریعه دی هم په نشو اخته شو.
هغه خپل د روږدي کېدو کیسه امریکاغږ ته وکړه: "د پلار سره به ومه یو ځای دهقاني به مې کوله ساعت به مې تېر و، انډیوالان پېدا شول ملګري له هغوی سره مې ناسته پاسته وشوه. هغوی سره به مې یو یو لوږی چرس څکل کله کله پلار نه پټ، الله نه خو نه پټېدلو خو پلار نه مو ځان پټوو، هغه به راته ویلې، چې زویه! غلطو خلکو سره مه ګرځه خو ما د هغه خبره ونه منله. اخري مې دا انجام شو چې شیشې باندې واوښتم."
باباجان وايي، د شیشې په نوم نشه يې توکې يې چې وکارول نو د وخت په تېرېدو يې اعتیاد وجود ډېر خراب کړ او بغیر له نشه يې توکو يې ګوزاره نه کېدله.
د هغه په خبره، هم يې د پېسو زیان کېده او هم يې ځانته ځواني د ګړنګ تر غاړې رسولې وه، خو د خلاصون لار يې نه موندله.
هغه په دې روغتون کې له ډاکټرانو او پرسونل نه خوښ دی، چې خورا ښه چلند يې ورسره کړی دی.
هغه نورو همخېلو ته هم سپارښتنه کوي، چې له ښو ملګرو سره ناسته ولاړه وکړي، تر څو يې له شر نه په امان کې وي او په ټولنه کې ښه یاد شي.