بارانونو او مرضونو مو انار وراسته کړي دي – د کندهار کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د انارو یو شمیر باغداران د انارو د سږني کال له حاصلاتو خوښ ندي او وايي، چې د بارانونو او نباتي ناروغیو له امله د دوی د انارو باغونو ډير زیان لیدلی او ډیر  انار یې وراسته شوي دي. 

په کندهار کې د انارو یو شمیر باغداران د انارو د سږني کال له حاصلاتو خوښ ندي او وايي، چې د بارانونو او نباتي ناروغیو له امله د دوی د انارو باغونو ډير زیان لیدلی او ډیر انار یې وراسته شوي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یو کروندګر تاج محمد چې د انارو یو باغ یې اجاره کړی دی وايي، چې د باغ انار یې وراسته شوي دي او د هغه په خبره نباتي ناروغۍ ډیرې دي.

هغه وویل چې سږ کال یې له وخت مخکې انار له باغونو راټول کړي او لامل یې دا وو چې انار زیانمن شوي وو.

تاج محمد وویل:”مجبور او مکلف یو چې دا درختې بیرته وکاږو. تاریاک پرې وکرو. د عیال ډوډۍ نه برابریږي. نه مؤسسه سر پرې را ګرځئ نه بل، نه مو خپله په وس پوره ده. اوبه هم هغه ده چې وچې دي“.

هغه وویل چې رسیدلي انار په بازار کې سم خرڅلاوو نه لري او دوه منه انار ایله دیرش یا څلویښت افغانۍ و پلورل شي.

دغه کروندګر له مؤسسو د مرستو غوښتنه وکړه چې د زراعت په برخه کې دې له کروندګرو سره کمکونه وشي او پدې مرستو به د تاریاکو له کښت لاس واخیستل شي.

د اوبو کمښت، نباتي ناروغۍ، د حکومت او مؤسسو له لوري د مرستو نه شتون هغه عمده ستونزې دي چې اکثره بزګران یې د کوکنارو کرلو ته اړوي او وايي، چې دا کار له ډيرې ناچارۍ کوي.