په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، چې سږ کال د ابجوشو ممیزو حاصلات د دوی د اټکل له مخې تر اتیا سلنې را کم شوي او دوی یې عمده لامل بې وخته بارانونه یادوي.
د کندهار ابجوشې ممیز د وچې مېوې په مارکېټ کې ځانګړی شهرت لري چې اکثره تولید یې پدې ولایت کې تر سره کیږي.
ابجوشې د غټو یا ایته انګورو ممېز دي چې تولید یې ځانګړې طریقه لري.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د انګورو باغ لرونکې چې اوس مهال د ابجوشو د وچیدو لپاره له خټو څخه لوی میدانونه جوړوي وايي، لوی زیان یې لیدلی دی.
ددې ولسوالۍ باغ لرونکی ګلالی وایې چې د سږکال موسمي بارانونو د ابجوشو تولید راکم کړی دی.
هغه وویل: دلته موږ د ابجوشو د وچیدو لپاره میدانونه جوړو بارانونو زموږ په سیمه رمباسي کې زیات د انګورو باغونه لمنځه وړي خو چې هغه پاته انګور دي د هغو د وچېدو لپاره اوس تیاری نیسو تر باران مخکې موږ میدانونه چمتو کړې وو خو بارانونو زموږ انګور او میدانونه دواړه لمنځه وړي او اوس دادی بیا میدانونو جوړیدو ته تیاری نیسو.
یو کیلو ابجوش ممیز په مارکېټ کې تر زر افغانیو پوري بیه لري چې د نورو حاصلاتو په پرتله لوړه بیه بلل کیږي.
د کندهار آب جوشي د کورني مارکېټ تر څنګ بهرنیو مارکېټونو ته هم صادریږي.