د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د طالبانو پر هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د امریکا د ویزو محدودیتونه اعلان کړل چې په افغانستان کې د نجونو او میرمنو په ځپلو کې لاس لري.
د یاد وزارت په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په قول ویل شوي چې د محدودیو په دې اقدام کې د طالبانو اوسني یا پخواني غړي، د غیر دولتي امنیتي ډلو غړي او نور هغه افراد شامل دي چې په افغانستان کې په محدود کوونکو پالیسیو او تاوتریخوالو سره د نجونو او میرمنو په ځپلو کې مستقیم او غیر مستقم لاس لري.
په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه کسان چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو ته د نجونو د نه پریښودلو لامل کیږي، د کار او مسلک انتخاب ته د هغوی مخه نیسي، د بیان د آزادۍ خنډ ګرځي هم د امریکا د ویزو له محدودیتونو سره مخ کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوی کوي خو هغوی د یو لړ پالیسي ګانو په اعلانولو د نجونو د تعلیم او په ډیرو برخو کې د میرمنو د کار مخه نیولې ده.
په اعلامیه کې له نورو هیوادونو هم غوښتل شوي چې ورته اقدامات وکړي او دا په مشترک ډول څرګنده کړي چې په افغانستان کې یوازې هغه حکومت مشروع ګڼل کیدای شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي او د هر وګړي بشري حقونه تامین کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې هیواد یې د ټولو افغانانو کلک ملاتړ کوي او ژمن دی چې د میرمنو او نجونو په ګډون به د بشري حقونو او د بنسټیزو آزادیو د تامین لپاره هڅه وکړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د دوی په ځینو مشرانو باندې د امریکا له لوري د «ویزو د بندیز لګول د دواړو لوریو ترمنځ اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي». د دوی په اعلامیې کې راغلي دي چې «د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو له لارې حل شي».
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکن د سه شنبې په ورځ پر یو ټویټ لیکلي دي چې هیواد یې پر هغو کسانو د بندیزونو لګیدو لپاره اقدام کوي چې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په ځپلو کې لاس لري.
The U.S. is taking action to sanction those involved in repressing women and girls in Afghanistan. We continue to press the Taliban and others to respect the human rights and fundamental freedoms—including the right to education—of all Afghans, including women and girls.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) October 11, 2022
ښاغلي بلینکن زیاته کړې ده چې پر طالبانو به فشار ته دوام ورکړي څو د نجونو د تعلیم، د میرمنو د حقونو په ګډون، بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوي وکړي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم نن سه شنبې پر یو ټویټ لیکلي:" طالبان باید دا په یاد ولري چې د ټولو افغانانو حقونو په خاص دول د نجونو د زده کړو حق ته له درناوي پرته مخ په وړاندې د تګ او د نړیوالي ټولنې د یو مشروع غړي په توګه د بدلیدو لار نشته. دا په افغانستان کې د هر پرمختګ بنسټ دی."
The Taliban should take note: there is no way to move forward & become a legitimate member of the international community without respecting the rights of all Afghans, particularly girls’ right to education. It is the foundation for any progress in Afghanistan. https://t.co/IFY07KF9XF
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) October 11, 2022
طالبانو تر اوسه د متحدو ایالتونو له خوا د ویزو د محدودیتونو د تازه اقدام په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې له یاد هیواد څخه د یادې ډلې په وړاندې د محدودیتونو د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه.
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي د «اکتوبر یوولسمه ماشومو نجونو د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.
انتونیو ګوتیریش د سې شنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ (تلې ۱۹) د یادې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې "زه په افغانستان کې له ښوونځيو څخه د نجونو د محرومیت د دوام په اړه سخت اندېښمن یم."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ښوونځیو په اړه به ډیر ژر پریکړه وشي.