په کندهار کې د ریحانو کروندګر ددې بوټي ښو حاصلاتو ته په تمه دي 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې د کوکنارو له کښت یې لاس اخیستی او پخپلو ځمکو کې یې د ریحانو کښت کړی دی وايي، تمه لري چې کرلي ریحان به یې ښه حاصل ورکړي او له کښت یې خوښ دي. 

په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې د کوکنارو له کښت یې لاس اخیستی او پخپلو ځمکو کې یې د ریحانو کښت کړی دی وايي، تمه لري چې کرلي ریحان به یې ښه حاصل ورکړي او له کښت یې خوښ دي.

د کوکنارو دا پخواني کرونده ګر وایې چې د بدیلو کښتونو په لړ کې د ریحان کښت غوره بدیل دی.‌ دغه کرونده ګر یې لامل دا ګڼي چې د ریحانو کښت لږ اوبه غواړي او حاصل یې هم ښه ګټه کوي.

د کندهار په شمول د جنوب په زیاتره برخو کې د ریحان کښت حاصل ته رسیدلی.

د کوکنارو یو پخوانی کرونده ګر جمال الدین وایې چې ریحان د اوبو کمو منابعو ته اړتیا لري او تر څنګ یې په څلورو میاشتو کې دننه حاصل ته رسیږي.

دی وایې:”څه باندي درې میاشتي کیږي چې د ریحان کښت موږ کړی. راتلونکې اونی کې یې حاصل را ټولو. مخکې مو د تریاکو کښت کاوه. موږ ته یې ګټه نه را رسیږي ټولنیزي ستونزي ورڅخه پیدا کیږي او ګټه یې نورو ته رسیږي کرونده ګر ګټه نشي ورڅخه اخیستلای موږ ته غنم ریحان او نور بدیل کښتونه په ګټه تمامیږي“.

ریحان په کورني مارکېټ‌ کې د درملو په تولید او د یوناني طبابت لپاره کارول کیږي، خو لویه برخه یې د هند په ګډون بهرنیو مارکېټونو ته صادریږي.یو ټن ریحان دا مهال په سل زره افغانیو پلورل کیږي.