رکشه چلوونکی آصف خان غواړي چې لوی سندرغاړی جوړ شي

Your browser doesn’t support HTML5

په کوټه کې ځوان کهول ترمنځ د موسيقۍ مینوال ورځ تر بلې په ډیریدو دي. بیلابیل خلک د موسيقۍ ډګر کې د ځان لپاره نوم جوړولو هڅه کې دي چې یو یې هم رکشه چلوونکی آصف خان دی. هغه کرۍ ورځ او اونۍ له خوارۍ مزدورۍ وروسته سندرې زمزمه کوي. وایي هوډ لري چې موسيقي زده کړي او کوټه کې د پښتو موسيقۍ خپله ډله جوړ کړي.