د بلوچستان په خانوځي کې میشت افغان کډوال سردار ولي، چې د خیاطۍ ترڅنګ زده کړې هم کوي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د افغان کډوالو لپاره د محدودو سهمیو له کبله ګلیمن دی. هغه وایي چې د همدې محدودیت له امله ډېری افغان کډوال د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره نه مومي.
د بلوچستان د ژوب په یوه لیرې کلي کې نجونې د زده کړو سره بېساري لیوالتیا ښيي. سره له دې چې اوسمهال پدغه ځای کې ښځینه ښوونکي نشته، خو دغه نجونې خپلې زده کړې نه پرېږدي او د خپلو ټولګیوالو سره د زده کړو په دوام کې مرسته کوي.
په ژوب کې د پښتون ملتپاله ګوندونو تر نظارت لاندې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په سیمه کې روانې ناامنۍ په سختو ټکو وغندله او د چمن د پرلت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. ویناوالو همداشان په افغانستان کې د جمهوري نظام د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د 'بنو پلو' ډېر مینوال لري. دغه خواړه چې د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې له مشهورو خوراکونو څخه ګڼل کېږي، اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم ډېر مشهور شوی دی. 'بنو پلو' چې له وريجو او غوښې څخه جوړېږي، په ودونو او ځانګړو مراسمو کې پخېږي.
د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالو خپرونو د ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان تر نظارت لاندې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني خبریالانو لپاره د پولیو (ګوزڼ) د له منځه وړلو په موخه درې ورځنی پروګرام ترسره شو.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لسګونو خبریالان د خپل ژوند د خوندیتوب په خاطر پاکستان ته کډه شوي چې په کوربه هیواد کې له کړاوونو ډک ژوند تېروي. یو له دغو خبریالانو څخه په کویټه کې میشت سید خلیل دی چې د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک یې ژوند پدې راپور کې انځور کړی.
په بلوچستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال شکایت کوي چې له ډیر وخت راهیسې د ځینې ځایي خلکو لخوا هغوی ځورول کېږي، خو دغه کډوال پر رسنیو له خبرو کولو څخه ډډه کوي. په قلعه سیف الله کې میشت یوې افغانې کډوالې کورنۍ زموږ له همکار سالمین خپلواک سره پدې برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي.
د بلوچستان د قلعه سیف الله اوسېدونکی لعل عاصم د «Believe Music» په شراکت سره د هنرمندانو سندرې راجسټر کوي، ترڅو د هغوی د سندرو د کارونې او ملکیت حقوق خوندي شي. د دې کار په بدل کې، هغه او هنرمندانو ته معاش ورکول کېږي.
د بلوچستان د قلعه سیف الله په سیمه کې مېشت یو شمېر افغان کډوال ځوانان وايي، چې دوی په کوربه هېواد پاکستان کې زیږېدلي او همدلته یې خپله ځواني تېره کړې، خو اوس د هویت له ستونزو سره مخ دي.
د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو او د ښځو پر مدني او کاري فعالتونو د بندیز درې کاله پوره کېږي. په کویټه کې میشته افغان کډواله او مدني فعاله، علیناخان په خپل هیواد کې د تېرو دریو کلونو د ښځو وضعیت په اړه خپلې اندیښنې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک سره شریکې کړي دي.
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د پښتون ملتپاله ګوندونو له «تاجر تنظیم» او «لغړي اتحاد» سره په ګډه، د ۲۳ ورځني ځنډ وروسته یو ځل بیا پرلت پیل کړی. دوی غوښتنه کوي چې اسلام آباد دې افغانستان ته پر پاسپورټ او ویزه باندې د تګ راتګ پرېکړه بېرته واخلي.
د جرمني د نړيوالو همکاریو ادارې (جي ای زیډ) په مالي مرستې سره د "WESS" موسسې د بلوچستان په کویټې ښار کې د خځلو ټولونکو ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې. په ورته وخت کې د یادې موسسې استازي امریکا غږ ته وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې یې سلګونه ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي دي.
د بلوچستان د لورلایي په "ژیړ کارېز کمپ" کې میشت افغان کډوال شکایت لري چې په دغه کمپ کې د روغتیايي خدماتو نشتوالی د دوی لپاره جدي ستونزې جوړې کړې دي.
د بلوچستان د قلعه سیف الله اوسیدونکی شفیع الله د خیاطۍ ترڅنګ د جودو ورزش کوي. د هغه په خبره، چې "سالم عقل په سالم بدن کې دی " نو په همدې موخه یې د جودو ورزش ته مخه کړی او په دې ورزش کې یې تراوسه په ایالتي سطحه دوه د سرو زرو ، یو د سپینو زرو او څو د برونز مډالونه ګتلې دی. سالمین خپلواک - د امریکاغږ
د بلوچستان یو اوسیدونکی روښان وایي، ددې لپاره چې دسیمې ځوانان له غاړو او چغاکې بانډار له لرغوني دود سره اشنا شي، نو په خپل کور کې یې هغوی ته په وړیا توګه د بانډار زمینه برابره کړې ده. په دغې ویډیو کې چې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک را لیږلې، ددغه دود او دستور ځینې برخې انځور شوي دي.
افغان کډوال عزت الله نظامي چې پخوا یې د خښتو په یوې بټۍ کې کار کاوه، وایي د امریکاغږ یو راپور یې ژوند بدل کړ.
که څه هم د بلوچستان پښتون میشته سیمه موسی خېل په ۲۵ اګست ۱۸۸۹ کې له افغانستان څخه بېله شوې، خو د یادې سیمې اوسیدونکی ۸۲ کلن مراد موسی خېل دا مهال هم افغانستان خپل هیواد بولي او پر اوسني وضعیت یې اوښکې تویوي. نوموړي د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک سره د لر او بر افغانانو پر وضعیت خبرې کړي.
د بلوچستان د لورلایي په "ژړ کارېز کمپ" کې افغان کډوال د خپلو نجونو راتلونکي ته اندېښمن دي. دوی وایي چې په کمپ کې د نجونو لپاره د ځانګړي ښوونځي او لیسې د نشوالي له کبله یې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې دي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له یاد کمپ څخه دغه رپوټ را لیږلې دی.
په کویټه کې میشت نوید ارین له شاوخوا دو لسیزو راهیسې له اردو ژبې څخه پښتو ته د ماشومانو لپاره د کیسو تر څنګ د فلسفې او تاریخ په برخه کې کتابونه ژباړي. هغه ولې د کتابونو ژباړې ته ملا تړلې؟ د سالمین خپلواک پدې راپور کې یې جزیات کتلای شئ.
د بلوچستان د لورلایي په بوري سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې د افغانستان د ملي بیرغ ورځ نمانځل شوې چې په کې د ځایي اوسیدونکو ترڅنګ افغان کډوالو هم ګډون کړی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
نور پورته کول