پاکستان ته کډه شوي افغان هزاره ګان نن هم د سنګ ګيرک لوبه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

له نن څخه شاوخوا سل کاله پخوا د کویټې لمردار غره په لمن کې میشت افغان هزاره ګان نن هم په خپل افغاني دود او کلتور کې ژوند کوي. دغه افغانان د ژوند له کارونو وروسته د روغتيا او سات تېري په خاطر د نورو ورزشونو ترڅنګ د «سنګ ګيرک» لرغونې لوبې کوي. سالمين خپلواک د دغې لوبې له ګډونوالو سره غږیدلی.