د شاتو ځینې فارم لرونکې وایې چې سویلي ولایتونو په تیره بیا په کندهار کې د شاتو د مچیو د روزنې لپاره غوره منابعې شته او هر کال په لوړه کچه شات پکښې تولیدیږي.
د شاتو ګڼ شمېر فارم لرونکې له نورو سیمو څخه د کندهار اوهلمند ولایتونو ته خپلي مچۍ ور وړي او وايي چې کاروبار یې مخ په زیاتیدو دی.
د ریحان له ګل څخه تر لاسه شوي عسل په مارکیټ کې ښه بیه لري. ریحان چې په وروستیو کلونو کې زیات په کندهار کې ترویج شوي دي.
د غزني ولایت اوسیدونکی غلام رسول رستګار چې د شاتو خپل فارم یې جنوبي ولایتونو ته انتقال کړی وایې چې د نشه یې توکو پر ځای د ریحانو او نورو کښتونو ګټه دوی ته هم رسیږي.
غلام رسول رستګار وویل:”شپیته کاله کیږي چې زموږ کورنی د شاتو د مچیو فارم لري او ۳۰ کاله کیږي چې زه خپله پدې کاروبار اخته یم دا لږ پانګه غواړي او هر څوک یې کولای شي. د نشه یې توکو دا تر ټولو غوره بدیل دی او ګټه یې هم حلاله ګټه ده څومره زیار چې د کوکنارو له کښت سره ایستل کیږي که د هغه پر ځای له یو کرونده ګر پنځه کارتنه د شاتو د مچیو فارم ولري ګټه ورڅخه زیاته ده“.
د شاتو ځایی فارم لرونکې وایې چې هر کال د کندهار او هلمند له ولایتونو څخه تر لس ټنه زیات شات تر لاسه کیږي خو که پاملرنه ورته زیاته شي او د شاتو فارمونه هم زیات شي ممکن دا کچه څو برابره زیاته شي.