د جلال اباد ځینې دوکاندارن: د معتادینو له ډیریدو او مزاحمتونو په تنګ یو 

Your browser doesn’t support HTML5

په جلال اباد ښار کې یو شمیر دوکانداران وايي، پدې وروستیو کې په نشه يي توکو روږدي په ښار کې ډیر شوي او دوی د معتادینو د زیاتوالي او مزاحمتونو له امله نه شي کولی په ارامه دوکانداري وکړي. 

په جلال اباد ښار کې یو شمیر دوکانداران وايي، پدې وروستیو کې په نشه يي توکو روږدي په ښار کې ډیر شوي او دوی د معتادینو د زیاتوالي او مزاحمتونو له امله نه شي کولی په ارامه دوکانداري وکړي.

په جلال آباد کې د ترکي سریال په نوم «دره مرچل» په نامه یوه سیمه اوس د معتادینو د راټولیدو سیمې ته ځانکړي شوی دی. دوکانداران وايي د دره مورچل په ځای کې یو ډیر شمیر معتادین او د مخدره مواد کارو باریان را ټولیږي او حتی په شپو- شپو هلته پاتې کیږي او خپلې نشې کوي.

پدغه ځای کې د لویو کانتینري دوکانونو لاندې لویه زیر زمیني ده، چې ان په هغه ځای کې هم معتادین په ډلوـ ډلو ناست وي او بېلابېل نشه يې توکي، لکه هیروین، پوډر او شیشه کاروي.

د معتادینو زیاتیدو له امله د سیمې اوسیدونکي او دوکانداران سخت انديښمن شوي دي.

د دې ځای یو دوکاندار محب الله وايي، د نشه يې توکو له دې معتادینو له امله دوکانداري نشي کولی.

هغه وویل: "مونږ يې نور دوه سپېږمو ته را وستي یو. ذکام مو هیڅ ښه کېږي نه. کال دولس میاشتې ذکام، دوا وخورو دوا په مونږ کار نه کوي، ګولۍ کار نه کوي ستنه کار نه کوي، علت يې دغه ده چې غونډه ورځ دوی دلته لوخړه جوړه کړې وي."

دی وايي، څو ځله دوی د سیمې امنیتي کسانو ته عرض کړی دی، چې له دې ځایه معتادین ټول کړي، خو په خبره يې هیڅ غم يې نه دی خوړل شوی.

محب الله وايي، پخوا کم و، چې شمېر يې لسګونه وو خو په خبره يې چې اوس يې شمېر زرګونو ته رسېدلی دی او اکثر د ماښام له لوري ټول همدې ځای ته را ټولېږي.

محب الله وویل:"ماښام چې راشې دا پوخ سړک او دا زمونږ دوکانونو شاته دا مکمل ډک وي دغسې یو حال دی. له دې ځای نه څوکېدار راشي او یا يې مونږه په منډو کړو نور بیا پلیټ فارم ته وځي سرک ته. دې سرک کې آن تر انګور باغه پورې."

دی که څه هم وايي، چې دوی د معتادینو له امله دلته خپلو دوکانداریو باندې تنګ شوي دي، خو ټېنګار کوي چې که خلکو ته د کار زمینه برابره شي او شته معتادینو درملنه وشي، نو د دې چارې مخه به ونیول شي.