د استاد رحیم بخش زوی کویټې کې د هنرمندانو بد وضعیت ته اندیښمن دی

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته ډېر هنرمندان د بلوچستان کوټې ښار ته کډه شوي چې دا مهال په سخت وضعیت کې ژوند کوي. په دې نویو کډه شويو هنرمندانو کې د استاد رحیم بخش زوی انیل بخش هم دی چې د افغان هنرمندانو د کډوالۍ په سخت ژوند یې د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک سره خبرې کړي.