د ننګرهار مالټې دې د سیمې ملکونو او اروپا ته صادرې شي – بڼوال 

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال په ځمکو کې د کرل شویو مالټو د باغونو د حاصلاتو د راټولو موسم پداسې حال کې پیل شوی چې بڼوال یې د کورني مارکیټ ترڅنګ نړیوال مارکیټ غواړي او وايي چې مالټې دې نورو ملکونو ته هم صادرې شي. 

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کانال په ځمکو کې د کرل شویو مالټو د باغونو د حاصلاتو د راټولو موسم پداسې حال کې پیل شوی چې بڼوال یې د کورني مارکیټ ترڅنګ نړیوال مارکیټ غواړي او وايي چې مالټې دې نورو ملکونو ته هم صادرې شي.

د ننګرهار مالټې چې اوس ډیرې مشهورې شوي دي او باغداران یې له خپلو حاصلاتو څخه خوښ دي وایې چې هیله لري مالټې یې په بهرنیو مارکیټونو کې په لوړه بیه وپلورل شي.

د مالټو یو بڼوال مجیب الرحمن وايي چې د طالبانو موجوده حکومت دې د ننګرهار مالټې د ښه مارکیټ لپاره نورو ملکونو ته صادرې کړي.

هغه وویل:"کانال ریاست د مالټو باغونه ۱۲ شرکتونو ته په قرارداد ورکړي دي، چې اوس يې پرې مزدوران لګولي او را ټولوي يې، خو د دوی لویه غوښتنه دا ده، چې د بټي کوټ مالټې دې د سیمې او اروپا تر بازارونو ورسېږي."

مجیب الرحمن وویل چې د ننګرهار دا مالټې ددغه ولایت د بازارونو ترڅنګ کابل ته هم ځي او له کابل نه نورو ولایتونو ته وړل کیږي.

هغه زیاته کړه چې د ننګرهار مالټې اوس ټولو ولایتونو ته بې له کوم خنډ څخه رسیږي او په کوردننه ښه بازار هم لري.

د مالټو دا بڼوال وايي، چې د ننګرهار په دې مالټو کې رقم رقم مالټې لکه؛ موسمۍ، شکري، بې دانه او واشنګټن مالټې هم شته دي او په خبره یې لال مالټه چې تر نورو ښه ده په دې باغونو کې نشته او یا هم کمه ده.

"لال مالټه چې کومه ده هغه بازار کې خلک ډېره زیاته خوښوي، نو انشاالله دا پروګرام روان دی اوس چې کوم باغونه کرل کېږي، نو هغه اصلي مشکل حل کېږي او اینده لپاره به ښه حاصل ورکړي."

د مجیب الرحمن په خبره، په ننګرهار کې د دې هڅې روانې دي چې د مالټو باغداري لا پسې زیاته شي او کروندګر هیڅکله د نشه یې توکو کر ته زړه ښه نه کړي.