پيښور ژوبڼ کې د بنګالي پړانګ د یو بچۍ پالنه

Your browser doesn’t support HTML5

سیدالله په پېښور ژوبڼ کې د څارويو یو ساتونکی دی چې له تیرو اوو میاشتو راهیسې د "ټيګو" په نوم د بنګال د پړانګ د یو بچي پالنه کوي. هغه وایي چې دغه پړانګ په ورځ کې دوه کيلو غوښه خوري او يو نيم ليتر شيدې څښي.هغه مني چې حتی دغه وحشي ځناور هم د مینې په ژبه پوهیږي او له هغه څخه د ویرې احساس نه کوي.