د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ژوبڼ پړانګانو یو انسان وژلی


د پاکستان د پنجاب په یو ژوبڼ کې د پړانګانو په واسطه د انسان له وژل کېدو وروسته ژوبڼ تړل شوی دی.

چارواکو د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) وویل، د ژوبڼ کاروونکو د چهارشنبې په سهار د پړانګانو د پنجرې د پاکولو پر وخت د یو سړي مړی موندلی دی.

پیښه د پنجاب په ختیځ کې د بهاولپور په شیرباغ ژوبڼ کې رامنځته شوې.

د چارواکو په وینا، د ژوبڼ کارکوونکي وروسته له هغه اندېښمن شول چې په پنجره کې د دریو پړانګانو له جملې څخه د یو پړانګ په خوله کې یې د انسان یوه څپلۍ ولیدله.

د پنجاب د وحشي ژوو اداره د ژوبڼونو مسئولیت لري. ددې ادارې چارواکي علي عثمان بخاري فرانس پرس ته وویل: "ژوبڼ اوس مهال ددې دپاره تړل شوی ترڅو موږ معلومه کړو چې سړی څنګه [د پړانګانو پنجرې ته] داخل شوی دی."

د موندل شوي جسد حالت ښيي چې برید د سه شنبې په شپه ناوخته شوی دی.

بخاري وویل: "د عدلي طب راپور خپور شوی نه دی، خو د پنجرې او شاوخوا څخه داسې شواهد راټول شوي چې ښيي دغه سړی د پړانګانو د برید پر وخت ژوندی و."

هغه وویل: "پړانګان له پنجرې څخه بهر نه دي وتلي چې پر سړي حمله وکړي. هغه پخپله پنجرې ته دانګلي دي... که موږ د ژوبڼ په امنیتي برخه کې نیمګړتیا ومومو، موږ به یې حل کړو. که اړتیا ولیدل شي، موږ به شخصي امنیتي ساتونکي وګمارو."

د پیښې د قرباني هویت نه دی معلوم شوی او تراوسه کومه کورنۍ د جسد د ترلاسه کولو دپاره نه ده حاضره شوې.

د چهارشنبې په ورځ د مړي له موندلو وروسته، د ځایي حکومت لوړ پوړي چارواکي ظهیر د ژوبڼ مخې ته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د ژوبڼ ټول کارکوونکي په حساب پوره دي.

هغه وويل: "تر اوسه پورې زموږ ارزونه دا ده چې دا سړی لیونی و، ځکه چې يو هوښيار سړی د پړانګانو پنجرې ته نه ننوځي... تاسو لیدلی شئ چې پنجره خوندي ده. د پنجرې شاته زینې دي، ممکنه له هغې لارې یې ور ټوپ کړي وي."

د جسد له موندل کېدو وروسته د شواهدو راټولولو دپاره، په پنجره کې موجود پړانګان په یوې کوچنۍ محوطه کې ایسار کړل شوي دي.

دا ژوبڼ په ۱۹۴۲ کال کې د بهاولپور د پخوانۍ شاهي کورنۍ لخوا جوړ شوی. د ژوبڼ ته د ننوتلو دپاره د سړي سر ۵۰ کلدارې فیس اخیستل کیږي.

د پاکستان ژوبڼونه په عمومي ډول په خراب حالت کې بلل شوي چې د حیواناتو هوساینې او روغتیا ته پکې سمه پاملرنه نه کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG