په کندهار کې د تورنج کرکیلې وده کړې - کروندګر 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې پدغه ولایت کې د تورنجو باغونه مخ په ډیریدو دي او سیټروس ونې د ترویج په حال کې دي. 

په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کلونو کې پدغه ولایت کې د تورنجو باغونه مخ په ډیریدو دي او سیټروس ونې د ترویج په حال کې دي.

پداسې حال کې چې د طالبانو حکومت د کوکنارو په کرلو بندیز لګولی او لا هم بزګرانو ته د بدیلو کښتونو په ورکړه کې پاتې راغلي خو بل لور ته د کوکنارو پخواني کروندګر وايي، چې بدیلو کښتونو ته یې مخه کړې ده.‌

حاجي شېر محمد په کندهار کې په لومړي ځل پر خپله ځمکه د تورنجو په نوم د سېټروس ونې اېښي او په وینا یې چې سږکال یې ښه حاصلات نیولي.

نوموړی زیاتوي چې د جنوبي ولایتونو هوا توده ده او د سېټروس بیلا بیل ډولونه پکښې ښه حاصلات ورکوي.‌

ده وويل:”نارنج او دغه ونې چې د سېتروس یو ډول دي او تورنج ورته وایې ما پنځه کاله مخکې د دې ونې کښېنولې چې سږ یې درېيم کال دی چې حاصل ور کوي دلته دغه ډول ونې ښه حاصل نیسي، د تریاکو په پرتله دې ته ورته ګټور کښتونه که ځمکه والو ته ور وپيژندل شي نو ګټه یې ډېره ده“.

تر دې مخکې په کندهار کې د پستې په ګډون د ځینو نورو ونو باغونه هم کښېنول شوي چې ښه پایله یې ورکړې.