د کراچۍ محکمې د نقیب مسید په وژلو تورن پولیس بې ګناه وګڼل

نقیب مسید ۲۷ کلن و او د هغه د وژلو په ضد په ټول پاکستان کې مظاهرې وشوې

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې محکمې د نقیب مسید په وژلو تورن د پولیسو یو مشر راو انوار او د هغه نور همکاران بخښلي او بې ګناه یې ګڼلي‌ دي. خو د مسید کورنۍ دا پرېکړه نه مني او وايي چې عالي محکمې ته به یې یوسي.

د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغه درېیمه) په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې دا پرېکړه وکړه. اتلس پولیس افسران د نقیب مسید په وژلو تورن او محکمې ته وړاندې کړل شوي وو. دوی په ۲۰۱۸ کې د ډزو په یوې پېښې کې څلور کسان ووژل چې یو یې د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب مسید و چې هلته یې خپل کاروبار کاوه.

هغه مهال پولیسو ویلي وو چې دوی ترهګر وژلي دي،‌ خو د نقیب مسید کورنۍ دا تور رد کړ او محکمې ته یې عریضه وکړه چې بیا یې پولیس په قتل تورن وپېژندل شول.

د کراچۍ د محکمې له دغې پرېکړې څخه وروسته د پولیسو مشر راو انوار ویلي دي چې په ده باندې بې ځایه تورونه لګول شوي و او دی بې ګناه دی.

د نقیب مسید مدافع وکیل صلاح الدین پهنور ویلي چې دا پرېکړه نه مني‌ او خپله قضیه به عالي محکمې ته وړاندې کوي. هغه له د امریکاغږ ډیوې رادیو سره په خبرو کې دا تور هم ولګوه چې پولیسو په دې قضیې کې سمې پلټنې نه دي کړي.

د نقیب مسید د کورنۍ غړیو هم ویلي‌ دي چې دا پرېکړه ورته د منلو نه ده.

نقیب مسید د کراچۍ د شاه لطیف په ښار ګوټي کې هټۍ لرله او خپل کاروبار یې کاوه.‌ د هغه له وژل کېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه تصویرونه خپاره شول او ډېرو خلکو د هغه وژل وغندل او د «قاتلینو» د محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه.

د «پښتون ژغورنې غورځنګ» غړو د نقیب مسید لپاره د عدالت غوښتنې پرلتونه او غونډې او په ټول پاکستان کې یې احتجاجي مظاهرې وکړې.

هغه وخت د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د نقیب مسید کور ته ورغلی، د هغه له کورنۍ سره یې غمرازي کړې وه او ویلي‌ وو چې په دې قضیې کې به د عدالت غوښتنه کوي.

د نقیب مسید په قتل تورن د پولیسو مشر راو انوار په دا ډول ځینو نورو پېښو کې هم تورن دی.