د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: د «سيپېک»پروژې ګټه د پښتنو پر ځای پنجاب ته رسېږي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پښتانه په پاکستان کې له خپلو سیاسي او اقتصادي حقونو څخه بې برخې دي.

ښاغلي‌ پښتین دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۳مه» د خیبر پښتونخوا په ټانګ سیمه کې د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د وژل کېدو د لومړي تلین په لویه لمانځ غونډه کې کړي دي.

پښتین ویلي، قبایلي سیمې هم له کانونو ډکې دي، خو وايي، ګټه یې پښتنو ته نه ده رسېدلي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د چین ـ پاکستان اقتصادي لارې پروژو کې د پښتنو خاوره او وسایل کارېږي، خو وايي، زیاته ګټه یې پنجاب ته رسېږي.

نن په ټانګ کې د نقیب الله مسید د لومړي تلین غونډې ته زرګونه پښتانه ورغلي‌ دي.

د راپورنو له‌مخې د ټانګ غونډې ته هغه ښځې او ماشومان هم ورغلي و چې له کلونو راپدېخوا یې د کورنۍ غړي‌ ورک دي.

د غونډې ګډونوالو په پاکستان کې د ورکوو شوو پښتنو او نقیب الله مسید په اړه د انصاف او عدالت غوښتنه وکړه.

وزیرستانی ځوان نقیب الله مسید د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې په کراچۍ کې ووژل شوو.

د پاکستاني پولیسو یوه افسر د نوموړي تر وژل کېدو وروسته پر مسید د پاکستاني طالبانو د غړي تور پورې کړ او ویې ویل چې له پولیسو سره نښته کې وژل شوی دی.

په کراچۍ کې د نقیب الله مسید وژل کېدو په پاکستان او بهر کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

XS
SM
MD
LG