په کراچۍ کې ميشته هغه افغانه کورنۍ چې شپږ لوڼو يې لوړې زده کړې کړي

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالصمد امين او مېرمن سکينه امين په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان کراچۍ ښار ته له هيواده را کډه شول. هغوی د خپلو لوڼو د زده کرو لپاره سختې مزدوری وګاللې، ان تر دې چې هلمند کې یې ځمکه و پلورله او د لوڼو لپاره يې د ډاکټري او څلورو نورو لپاره يې د ماسټرۍ کولو زمينه برابره کړه.سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.