سږ کال په کندهار کې ۳۰۰ ټنه پنبه تولید شوې – د سوداګرۍ خونه 

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، چې پدغه ولایت کې ۳۰۰ ټنه ته د پنبې حاصلات لوړ شوي او دا پنبه تر ډیره په هغو ځمکو باندې کرل شوې ده چې مخکې به پرې د تریاکو کښت کیده. 

په کندهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، چې پدغه ولایت کې ۳۰۰ ټنه ته د پنبې حاصلات لوړ شوي او دا پنبه تر ډیره په هغو ځمکو باندې کرل شوې ده چې مخکې به پرې د تریاکو کښت کیده.

په کندهار کې د پنبې د پروسس پانګوال وايي، چې تر دې مخکې یوازي‌ د جنوب په هلمند ولایت کې د پنبې کښت تر سره کېده خو اوس یې په کندهار کې د مخ پر ودې کښت له کبله د تولیداتو د زیات والی خبره کیږي.‌

د پنبې له کښت څخه غوړي، د څارویو د خوراک لپاره کنجاړه او د کالیو ټوکر تولیديږي.

د کندهار په صنعتي‌ پارک کې د پنبې د پروسس ځیني کوچنی فابریکې فعالیت لري چې د کارکوونکو په وینا یې د کندهار تولید شوې پنبه پکښې پروسس کیږي.

د عادل بشیر په نوم د پنبې د پروسس د فابریکې کارکونکي وایې چې د پنبې غوړي ښه مارکېټ لري.

ددغه فابریکې یوه کارکوونکي فضل احمد وویل:”موږ ته په میاشت کي د هلمند څخه یو موټر پنبه اوس راځي نوره ګرده پنبه د کندهار ده: «وږ کاروو د کندهار ډیر ښایسته پنبه ده او د هلمند هم ډیره ښایسته پنبه ده موږ ډیر خوشحاله چې دلته په کار اخته یوو له پنبي څخه کونجاره ، غوړي ، مالوچ دا ټوله شیان ځینې وځي.»

د نشه یې توکو د کښت پخواني کرونده ګر وایې چې د پنبې په ګډون زیاتره بدیل کښتونه دوی تجربه کړي خو تولیداتو ته یې مناسب بازار لویه اړتیا ده.