کونړ کې بڼوال د مرستو له نشتوالي شکایت کوي 

Your browser doesn’t support HTML5

په کونړ کې د لیمو یو شمیر بڼوال وايي، چې د طالبانو د حکومت له لوري له دوی سره د بڼوالۍ د ملاتړ په موخه هیڅ راز مرستې نه کیږي او که دوی ته کیمیاوي سرې او درمل په وخت ورکړل شي، نو حاصلات به يې ډېر او اقتصادي ستونزې به يې تر یوه بریده هوارې شي.

په کونړ کې د لیمو یو شمیر بڼوال وايي، چې د طالبانو د حکومت له لوري له دوی سره د بڼوالۍ د ملاتړ په موخه هیڅ راز مرستې نه کیږي او که دوی ته کیمیاوي سرې او درمل په وخت ورکړل شي، نو حاصلات به يې ډېر او اقتصادي ستونزې به يې تر یوه بریده هوارې شي.

مست علی د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې شاو خوا یوه جریب ځمکه کې د لیمو بوټي کینولي او سږ کال يې حاصلاتو ته هیله مند دی.

هغه وايي، تر اوسه ورسره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې، خو په خبره يې که په وخت ورته کیمیاوي سرې د امراضو او افاتو مخنیوي په موخه درمل ورکړل شي، نو حاصلات به يې ښه شي.

مست علي وویل: "سرو او دوایانو ته خو ضرورت لري خو دې برخه کې موسسو او دې دولت تراوسه پورې مونږ سره مرسته نه ده کړې. که مونږ سره همکاري وکړي نو د دې باغ حاصل به هم ډېر شي، که مرسته راسره ونه شي نو زمونږ چې خپله څومره وسه کېدله هغه به کوو."

هغه وايي، پخوا يې یوازې جوار او غنم کرل، چې یوازې د دریو یا څلور میاشتو لپاره به يې د کورنۍ د خوړو ستونزې حل کولی شوې، خو باور لري چې د لیمو د حاصلاتو په ترلاسه کولو سره به يې د ټول کال ستونزې اوارې شي.

دی وايي، د بڼ جوړولو لپاره نقشه او بوټي یوې موسسې ورکړې، خو په وینا يې چې د بوټو په بدل کې يې ترې پیسې اخیستې دي.

هغه وویل: "په دې باغ کې مې ۷۷ بوټي لګولي دي او یوې موسسې راته لګولي دي خو موسسې رانه پیسې اخیستې دي. موسسه خو باید چې مفته يې ورکړي خو ماته مفته نه دي را کړي نو دې باندې ما ۴۱۰۰ افغانۍ ورکړي دي، تر اوسه يې حاصل نه دی ورکړی او سږ کال ورته هیله مند یو."

د هغه په خبره، چې د کوکنارو کښت يې نه پخوا کرلی دی او نه را تلوونکې کې څه پلان لري، ځکه په خبره يې چې هغه هم حرام دي او هم ټولنې ته په زیان دی.

د نوموړي په وینا، چې د جوارو او غنمو له حاصلاتو نه هم هغومره ګټه نه شي اخیستل کېدلی، څومره يې چې د کورنۍ اړتیا ده.

هغه باوري دی، چې د لیمو د بڼ حاصلات به يې تر بل هر فصل ښه حاصل ورکړي او د کورنۍ اقتصادي ستونزې به يې تر یوه بریده پرې حل شي.