کوژده مې کړې خو خسرګنۍ واده نه راکوي< وايي نشې پریږده – یو معتاد

Your browser doesn’t support HTML5

د کنړ د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې بستر په نشه يي توکو یو معتاد وايي، چې خسرګنۍ یې ددې له امله واده نه ورکوي، چې دی معتاد دی خو اوس یې خپله تکل کړی دی چې د ځان درملنه وکړي او دا چې روغ شي نو واده ته به تیاری نیسي.

د کنړ د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې بستر په نشه يي توکو یو معتاد وايي، چې خسرګنۍ یې ددې له امله واده نه ورکوي، چې دی معتاد دی خو اوس یې خپله تکل کړی دی چې د ځان درملنه وکړي او دا چې روغ شي نو واده ته به تیاری نیسي.

دغه معتاد چې اصلاح الدین نومیږي د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي ډېرې جرګې يې د خسر کورنۍ ته ورلېږلي، خو خسرګنۍ يې ځکه واده نه دی ورکړی، چې دی په نشه يې توکو روږدی وو.

دی وايي، اوس راغلی او د کونړ د معتادینو درملنې په روغتون کې يې په خپله خوښه ځان بستر کړی او غواړې له اعتیاد خلاص شي.

نوموړي امریکاغږ ته وویل: "کوژده مې کړې او واده مې نه دی کړی. دوه کاله کېږي چې کوژده مې کړې. په دې دوو کالو کې مو څو ځلي د واده غوښتنه کړی ده. واده يې نه راکوه. علت يې دا و چې راته يې ویلي ته دا نشې کوې او تماشي کوي، دا پرېږده بیا به درته واده درکړو."

اصلاح الدین وايي، نشه يې توکو استعمال شروع يې د ناکاره ملګرو سره له ناستې ولاړې شوې ده او شاو خوا اته نهه کاله يې کېږي، چې بېلا بېل نشه يې توکي يې کارولي دي.

د هغه په خبره، چې له چرسو نیولې، تر شیشې، ټابلیټ کا او نورې ډول ډول نشې يې کړې دي، خو اوس ترې پښېمانه دی او په خپله خوښه راغلی روغتون ته تر څو ورغېږي.

دی وايي، د نشه يې توکو کارونې ورته ګڼې ناروغۍ هم ورته پېدا کړې دي، چې اوس يې په بستر کېدو سره مخ په ښه کېدو دی.

هغه وویل:" د نشو له وجهې مې په سره باندې درد راته. په وجود باندې مې درد راته، تشې مې خوږېدل او د دې له وجهې خو مې ګوردو کې کاڼي پېدا شوي و، نو ځکه راغلم چې دا خپله تداوي وکړمه."

د هغه په خبره، چې په روغتون کې يې ښه درملنه کېږي او هیله مند دی، چې له روغتون نه به روغ سلامت کورته ستنېږي او د واده تابیاوې به نیسي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان شاو خوا ۴ میلیونه انسانان د نشه يې توکو په استعمال روږدي دي، چې اوس يې په لویه کچه طالبانو د د درملنې لپاره مټې را نغاړلې دي.