په لاهور کې د احمد شاه دراني "زمزمه" توپ

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په لاهور ښار کې په مال سړک ايښودل شوی دغه توپ زمزمه نومیږي چې په ۱۷۵۷ کې د احمد شاه دراني په امر جوړ شوی و چې په خپل وخت کې د هند د لویې وچې تر ټولو لوی توپ و. احمدشاه دراني افغانستان ته ددې توپ د لیږد د بندوبست نه لرلو له کبله "زمزمه" توپ په لاهور کې پرېښود چې لا تر اوسه په لاهور کې دی.