د ژوب هغه ځوان چې د کلیو ماشومانو ته د پښتو لیک لوست ورزده کوي

Your browser doesn’t support HTML5

۲۳ کلن حفیظ الله د ژوب په مېنه بازار کلي کې ماشومان راټول کړي او هغوی ته د پښتو ژبې لیک لوست ترڅنګ د پښتو ادب بیلابېلې برخې ورښيي. هغه د پښتنې ټولنې پرمختګ د پښتو ژبې له پرمختګ سره تړلی بولي او مني چې د ژوندیو قومونو نښه د هغوي ژوندۍ ژبه وي. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.