هغه ځوان چې ادعا کوي تر ټولو کم عمره پښتون دی چې د کراټې ورزش تور کمربند لري

Your browser doesn’t support HTML5

کلیم الله په بلوچستان کې د کچلاک سیمې اوسېدونکی دی. هغه د روانې مارچ میاشتې په څلورمه نېټه، کراچۍ کې د جاپان له قونسلګرۍ څخه د کراټې په ورزش کې توره پټۍ ترلاسه کړې. د هغه ښوونکی فدا دومړ ادعا کوي چې له کلیم الله څخه مخکې هیڅ یو پښتون ځوان د ۱۳ کلونو په عمر کې دغه پټۍ نه ده ترلاسه کړې.