میاشت کې ۱۵زره کلدارو لپاره له کوره ۱۰۵۰ کیلو متره لیرې مزدوري

Your browser doesn’t support HTML5

مومن خان یوسفزی د کوټې په کوڅو کې ګرځي ترڅو د چړو تېزولو مزدوري پیدا کړي او د خیبر پښتونخوا په بټکرام سیمه کې میشتې خپلې کورنۍ ته ورځنی لګښت برابر کړي. د هغه په وینا، د ګرانۍ په دې وخت کې د میاشتې تر پنځلس زره روپو په ډیرې خوارۍ پیدا کوي او هره ورځ د بیلابیلو خلکو له بد چلند سره مخ وي.