سږکال د سویلي ولایتونو په اکثرو سیمو کې د غنمو زیات کښتونه شوي خو کرونده ګر یې د مناسب بازار نشتوالي نه سرټکوي او وايي چې د هینجې او زعفرانو په پرتله غنم د کوکنارو سم بدیل نشي کیدای.
حکمت الله چې پخوایې پر خپلو ځمکو د تریاکو کښت کاوه وایې چې د نشه یې توکو د زیانونو په لیدو سره زیاتو ځمکه والو د غنمو په ګډون نورو کښتونو ته مخه کړې.
دی وایې چې که یې حاصلاتو ته مناسبت بازار پيدا شي نو د راتلونکې لپاره به هم یاد کښتونه دوام پیدا کړي.
هغه وویل:"د غنمو کښت مو کړی پخوا مو تریاک پرې کرل. په نورو سیمو کې هم زیات غنم کرل شوي خو کله چې د هرشي کښت زیات شي بیه یې هم را ټيټيږي سبب یې دادی چې موږ یو سم بازار نلرو. د تریاکو زیانونه خلکو هم ولیدل چې د معتادینو شمېر هر ځای ورسره ډیر شوی وو ان څوک چې به یې نېښ وهلو ته هم ولاړل د هغې خوا به معتاد راغی نو که د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره د انجې او زعفرانو تخمونه را کړل شي تریاک هیڅوک نه کري".
په مارکېټ کې د کار د نشتوالي له کبله هم سږکال زیاتو کسانو کرهڼې ته مخه کړې چې په ترڅ کې یې زیاتي هغه ځمکې چې پخوا به شاړي پاته وې اوس پرې کښتونه شوي.
ځمکه وال غوښتنه لري چې نړیوالي مرسته کونکې ادارې دي د کرهڼي د ودې لپاره د ګټورو تخمونو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.