د کندهار د الوچو یو باغوان وايي خواري یې زیاته خو عاید یې خورا کم دی

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د الوچو یو باغوان وايي، چې د باغونو د اوبه کولو لپاره اوبه نه لري او د وچکالۍ ستونزه ددې لامل شوې چې د الوچو حاصلات یې ایله نیمه بیه وکړي. 

په کندهار کې د الوچو یو باغوان وايي، چې د باغونو د اوبه کولو لپاره اوبه نه لري او د وچکالۍ ستونزه ددې لامل شوې چې د الوچو حاصلات یې ایله نیمه بیه وکړي.

په کندهار کې د نورو میوو ترڅنګ الوچې هم زیاتې کیږي او باغونو ته یې توجه زیاته شوې ده.

د تاریاکو یو پخواني کرونده ګر چې اوس یې په خپل ځمکه د الوچې باغ جوړ کړې د خپلو حاصلاتو لپاره د مارکېټ او مرستې غوښتنه لري.

کرونده ګر محمد ګل وایې چې حاصلات په ټيټه بیه په مارکیټ کې پلورل کیږي.

هغه وویل: "الوچه خو ډېره ښه ميوه ده او تروشه ميوه ده الوچه په اول سر کې ګل کوي. زموږ سره نه دولت او نه هم خارجې موسسو مرسته کړې. د کیمیاوي کودونو په برخه کې زموږ حاصلات په نيمه بيه پلورل کیږي مارکیټ کې د اوبو مشکلات لرو اوبه نه لرو وچکالۍ په موږ ډېری راغلې يو ځل اوکاله وچکالي وه چې زموږ د انګورو باغونه یې وچ کړل ".

د الوچې باغونه تر ډېره په تودو سیمو کې دي چې د کندهار او هلمند ولایتونو په بیلا بیلو برخو کې یې اوس باغونه عام شوی.

کرونده ګر یې وایې چې د حاصلاتو لپاره یې مارکېټ ته لویه اړتیا ده.