بلوچستان کې د افغان نانوایانو کاروبار

Your browser doesn’t support HTML5

بلوچستان کې افغان نانوایان ګیله لري چې د ډالر په وړاندې د کلدارې د ارزښت ټیټیدو سره یې لګښتونه ډیر شوي او دغه کاروبار ورته نوره ډېره ګټه نه کوي. عبدالکبیر چې یو له دغه نانوایانو څخه دی وایي چې چارواکو ته یې په نرخونو کې د بدلون او نورو موضوعاتو په هکله په وار وار شکایت کړی خو هیڅوک یې غږ نه اوري.