د بلوچستان تر ټولو لوی د وینې بانک چې په اخترونو کې د څارویو په څرمنو چلېږي

Your browser doesn’t support HTML5

«پښتونخوا د وینې زېرمه» د پاکستان په بلوچستان ایالت کې تر ټولو لوی د وینې بانک دی چې د ولس په کومک چلېږي. د کومک د لوی ونؤې په توګه ورته ولس لخوا په اخترونو کې د څارویو څرمنې ډالۍ کیږي. د یاد خیریه بنسټ د مشر په وینا د دوي له خدماتو ټول ګټه پورته کوي، خو د وینې لویه برخه افغانانو ته ورکول کیږي.