واشنګټن: طالبان د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه ډېر لېري دي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو ته یې دا خبره واضحه کړې ده چې د هر ډول نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید ځینې مشخص اقدام وکړي.

د وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۱۹ (سرطان۲۸) په یو خبري کنفرانس کې د امریکا غږ افغانستان څانګې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبان د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه خورا لېرې دي.

میلر زیاته کړه: «موږ طالبانو ته ښکاره ویلي که غواړي هر ډول نړیوال مشروعیت،‌ چې ورته له رسېدو څخه ډېر لېرې دي، ترلاسه کړي، ځینې مشخص اقدامات شته چې موږ هیله لرو ویې کړي.»

نوموړي معلومات ورنکړل چې دا «مشخص اقدامات» کوم دي خو ویې ویل چې د ښځو په اړه د طالبانو په وروستیو اقداماتو خبر دي.

طالبانو په ښځو باندې د بندیزونو په لړ کې د ښځو په سنګارتونونو هم کلک بندیز ولګوه او د چهارشنبې په ورځ یې ددغه بندیز د غندلو په ضد د ښځو لاریون هم وځپه.

متیو میلر وویل چې له «ښځو او نجونو سره یې د تبعیض په اړه د طالبانو وروستي اقدامات» یاداشت کړي. هغه زیاته کړه: «موږ په دغو اقداماتو جدي‌ اعتراض کوو او موږ دا یاداشت اخیستی او په نړیوالې ټولنې کې هم نورو دا یاداشت اخیستی چې له خپلو حکومتو سره به یې د خپلو روابطو په اړه په پام کې نیسي.»

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي، چې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره باید تر هرڅه مخکې همه شمول حکومت جوړ کړي‌ او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو له راتګ وروسته د متحدو ایالتونو په ګډون ډېرو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه وتړل. د بریتانیا پارلمان د دفاعي کمېټې مشر،‌ چې تازه افغانستنا ته تللی و، په خپلې یوې لیکنې کې د بریتانیا له حکومت څخه غوښتي‌وو چې له طالبانو سره تعامل وکړي او خپل سفارت دې بیا هلته پرانیزي.

د هغه دغو څرګندونو په نوموړي باندې د خلکو تند انتقادات راوپارول او بالاخره یې هغه اړ کړ چې په دې اړه خپله خپر ه کړې ویدیو ړنګه کړي.

بریتانیا د امریکا کلکه متحده ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې «په ځینو مسائیلو کې له طالبانو سره تعامل» لري خو ټېنګار یې وکړ چې د اوس لپاره امریکا په افغانستان کې «سفارت په بیا پرانیستلو غور نکوي».

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو شاوخوا درې میاشتې وروسته د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي وویل چې امریکا به ژر په افغانستان کې خپل سفارت بیا پرانیزي او اروپايي هېوادونه به هم همداسې کار وکړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت نژدې دوه کاله پوره کېږي، د کابېنې ټول غړي یې «ملایان او مولویان او د خپل غورځنګ افراد» دي او هېڅ یو هېواد یې هم په رسمیت نه پېژني. طالبان وايي حکومت یې همه شمول دی او د «شریعت په اساس» بشري حقونو ته درناوی کوي.