د کوزې پښتونخوا د ژوب او شېراني سيمو جلغوزي

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان ايالت په ژوب او شېراني سيمو کې د جلغوزیو زیات طبيعي ځنګلونه شته دي، چې ځايي خلک ورڅخه ‌ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کوي. د جلغوزیو ځايي سوداګر سږکال خوشاله دي او وايي، سره له دې چې محصولات یې سږ کال لږ وو، خو له بلې خوا بیا‌ بیې یې ډیرې ښه دي.