"خپله خاوره خپل خوراک"؛ د لورلایي د یو کروندګر شعار

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه، لورلایي کې، چاپېریال ساتونکی او کروندګر،‌ رفیق کاکړ او کورنۍ یې په سیمه کې د ملتپاله سیاسي مبارزې برسیره،‌ د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې له امله مشهور دی.‌

نوموړی چې خپله دغه مبارزه د 'سوداګر پروژې' په نامه کار وبار څخه پیل کړی، وايي د پنجاب پر ځای د خپلې خاورې سبزي غوره بولي.