تورخم کې له پاکستان څخه نویو راستنېدونکو افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین کېږي

په افغانستان کې د روغتیا دبرخې مقامات وايي چې له پاکستان څخه د تازه راستانه شویو افغانانو لپاره په تورخم کې د ګوزڼ ضد واکسین یو منظم میکانیزم جوړ شوی او هیڅ ماشوم له واکسین نه پاتې کیږي.

دوی وايي چې ځای پر ځای د ګوزڼ واکسین ټمیمونه ګمارل شوي دي او ماشومان یې بې واکسین نه پاتې کیږي.

د راستنیدونکو په میشت غالي کې ځای پر ځای روغتیايي ټیمونه لاس په کار دي او د نورو روغتیايي خدمتونو ترڅنګ ماشومانو ته واکسین هم کوي.

تازه راستون شوی کډوال، ولي محمد وایي، خوښ دی چې د نورو خدماتو سربېره ورته د طالبانو روغتیا وزارت د پولیو وژونکې ناروغۍ په وړاندې د واکسین کولو منظم سیستم جوړ کړی دی او هېواد ته د راستنېدو سره سم یې ماشومانو ته واکسین تطبیق کېږي.

نوموړي وویل: "دېخوا چې راغلو، د ماشومانو د ګوزن لپاره مونږ ته واکسینونه راکړل شول او له دې نه خوشحاله یو چې واکسینونه مونږ ته وشول."

ولي زیاته کړه، دا پروسه چې څومره دوامداره وي هومره ښه ده. دا ډېره خطرناکه ناروغي ده، د یو انسان چې لاس فلج شي، پښه یې فلج شي، هغه بیا بل ته محتاجه کیږي چې فامیل هم ورسره په عذاب وي او خپله هم په تکلیف وي.

یو بل کډوال داد ګل امریکا غږ ته وویل که څه هم په وروستیو کې په تورخم کې د راستنېدلو لړۍ چتکه شوې خو بیا هم د واکسين کولو لپاره د ماشومانو ژوند ته له بل هر څه ډېره پاملرنه کېږي او اولویت ورکول کېږي.

هغه وویل: "کله چې موږ د تورخم ګیټ څخه راوښتو، ماشومان هم راسره وو، ماشاءالله امارت اسلامي ډېر ښه پروګرام نیولی وو او ماشومان يې هم واکسین کړل."

نوموړي زیاته کړه، دا واکیسن خو خلکو ته ډیر عادي ښکاري خو چې یو انسان په یو کور کې فلج شي نو هغه سره یې مور او پلار او کورنۍ څومره په عذاب وي.

داد ګل همدارنګه زیاتوي چې په کوزه پښتونخوا کې د پولیو د ویروس کچه لوړه ده او که ماشومان واکسین نه شي ویره شته چې یاد ویروس د هېواد ګڼو برخو ته له ځان سره انتقال کړي.

دوی په ټولو کورنیو غږ کوي چې د راستنېدو پر وخت دې لومړیتوب د ماشومانو واکسین کولو ته ورکړي او کوم ځای ته که د مسؤولینو رسېدنه نه کېږي، دوی دې هلته شته روغتیایي مرکزونو ته ماشومان یوسي ځکه په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د واکسین کولو لپاره ځانګړي کسان ټاکل شوي دي.

مسؤولین هم وايي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ګوزڼ ګواښ موجود دی او د دې لپاره چې ویروس لا نور خپور نه شي د روغتیايي خدمتونو تر څنګ د ماشومانو واکسین ته اولیت ورکړل شوی دی.