د مالټو هټۍ له لارې د خپل کاروبار ترویج

Your browser doesn’t support HTML5

حیدر علي د کویټې مري آباد اوسېدونکی دی. هغه د سوداګرۍ د پوهنځي محصل دی او د زده کړو سربیره یې د ټوکیو څراغ په نوم د څراغونو د تولید یو کاروبار هم پيل کړی. علي دا مهال په کویټه کې د مالټو هټۍ له لارې نه یواځې پیسې ګټي بلکې خپل کاروبار ته هم له دې لارې اعلانونه خپروي.