په کار او مزدوریو بوخت ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو زمینې برابرول

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په پښتون میشته سیمه ژوب کې یو شمېر ځوانانو د هغو ماشومانو لپاره د وړیا زده کړو هڅې پېل کړي، چې د تعلیم پرځای په کار او مزدورۍ بوخت دي. دغه ځوانان وايي که چیري لوستي خلک په خپل ګاونډ کې داسې هڅې پېل کړي، نو شونې ده چې په دغه ایالت کې د نالوستو ماشومانو شمېر راټېټ شي.