په قلعه سیف الله کې د چرګانو د هګیو فارم

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په قلعه سیف الله سیمه کې یو ځایي اوسېدونکي د بېکارۍ ورکولو په موخه د چرګو د هګیو فارم جوړ کړی. هغه پر خپله دغه بریالۍ تجربې خوشاله دی او د سیمې پر ځوانانو غږ کوي چې د بېکارۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر دې د هګیو فارمونه پرانیزې چې په خبره یې، ښه اقتصادي ګټې ترې لاسته کېدای شي.